په لمانځه کې جزیئ اختلاف طبیعي دی. یو ځل محمد ص امامت کاوه، له رکوع راپورته سو فقط سمع الله لمن حمده ‘ربنا لک الحمد’ وویل. یو صحابی یې تر شا په لوړ غږ وویل؛ ربنا ولك الحمد، حمداً كثيرا طيباً مباركاً فيه”. کله چې لمونځ خلاص سو، رسول الله اصحابو ته مخ را واړوه، پوښتنه یې وکړه چې دا یاد کلمات چا وویل. ټول چوپ و، بیا یې وپوښتل، یو صحابي وویل یا رسول الله ما! پیغمبر ص ورته کړه چې ډیرې ملایکې راغلي وې تر څو یاد کلمات واخلي. د الله تعالی دغه کلمات دومره خوښ شول.
له دې حدیث څخه دا نتیجه راوځي چې په ورځینی پنځه وخته عادی لمونځ کې عادي کلمات وایو. خو کچیري په یو چا روحانیت غلبه کوي. کولای سي نور ډیر کلمات ورسره زمزمه کړي.
څنګه چې په رکوع کې په عادي توګه “سبحان ربی العظیم” ویل کیږي. خو یو ځل محمد ص وویل ” سبحانك اللهم ربنا وبحمدك اللهم اغفر لي اللهم لك ركعت وبك آمنت ولك أسلمت خشع لك سمعي وبصري ومخي وعظمي وعصبي”.
دا امکان نلري چې مونږ تاسو د یو روبوټ په شکل لمونځ وکړو. طبعا توپیرونه به موجود وي. د یادو توپیرونو د شتون له مخې مسلمانانو ډول ډول مدرسې جوړې کړې. په مدرسو کې خلکو د یاد اعمالو د بڼې د اختیارولو لپاره ځینې اصول وټاکل چې هغه ته ترجیح وایي. ترجیح مانا لمړیتوب یا اولیت. مانا دا چې عیني عمل ته په نورو شکلونو اداء کولو ته یې ترجیح یا لمړیتوب ورکړ.
د ترجیح اصول زما په اند ناسم کار دی (مولانا وحیدالدین خان). دا ځکه چې د رسول الله ص هر روش موږ ته له یو صحابی رارسیدلی. لکه پورته چې توضیحات ورکړل شول. “ربنا لک الحمد”، بل نفر “ربنا ولک….” یو چا “سبحان ربی العظیم”، بل چا “سبحانک الهم ربنا….” وټاکل. اصلا هغه وخت هېڅ ډول ستونزه نه وه موجوده. دا تفاوت به وي. تر څو چې مسلمانان ژوندي وي د رسول الله په سنتو په اعمالو کې به جزئي توپیرونه به موجود وي.