
د بشریت لپاره د اسلام د پیغمبر مرسته
د بشریت سره د اسلام د پیغمبر لمړنی همکاري او مرسته د الله پر ذات د یووالي باور او عقیده وه. چې توحید یادیږي. کله چې هغه په 610 ز کال کې په پیغمبری مبعوث شو، لمړنی ښوونه یې لا اله الله و. هغه به ویل؛ یاایها الناس قولو: لا اله الله، تفلحو. ای خلکو! ووایاست نشته بل معبود، مګر یو الله ج، تاسو به بریالي یاست. دا انقلابي پېغام و. لکه څرنګه چې څرګنده تاسو ته ښکاره ده د تاریخ په اوږدو کې انسانانو د طبیعت عبادت کاوه. د طبیعت عبادت کول د بشریت تر ټولو ستر دین و. لمر خدای و، سپوږمی خدای و، ستوري خدایان و. دریابونه خدایان و، غرونه خدایان و، حیوانات او نباتات خدایان و. پس هر یو شی خدای و. دا تر ټولو ستر تر ټول مهم تعلیم د اسلام د پیغمبر و. ځکه، طبیعت څه شی دی؟ طبیعت تخلیق دی، طبیعت خالق نه دی. پس ټول خلک د تخلیق په عبادت بوخت و، نه د خالق په عبادت. پس له همدې کبله انسان په تیاره کې ژوند کاوه. خدای طبیعت د ثنا و صفت لپاره پیدا کړ. ټول هغه تخنیکونه، ټول هغه ساینس په طبیعت کې پټ و. ټول هغه د تهذیب او مدنیت فصلونه، ټول هغه د صنعت کاری برخې، پس ټول ساینس، بشپړ صنعت ټوله ټیکنالوجي په دې طبیعت کې پټ و. لیکن خلکو د طبیعت عبادت کاوه. پس، کچیري ته د طبیعت عبادت وکړې، نو ته به هغه د یوې څېړنیزې موضوع په حیث هېڅکله ونه څېړې. پس، د طبیعت عبادت د هغه د څېړلو پر وړاندې یو ثابت او دایمي خنډ و. د هغه د راسپړلو پر وړاندې خنډ و، د ساینسي مطالعاتو پر وړاندې موانع او خنډ و. پس، د اسلام پیغمبر دا موانع لیري کړل. تر اوږدو مزلونو ستر کوششونو وروسته، هغه وتوانید چې خلکو ته دا عقیده وښيئ چې طبیعت ساده یو تخلیق دی، طبیعت خدای نه دی. پس، هر کله چې طبیعت د الوهیت څخه بېځایه شو، تر هغه وروسته په طبیعت کې ساینسي څېړنې پیل شوې. پس، دا د اسلام پیغمبر و چا چې د ساینس زمانه پیل کړه د ساینس دروازه یې پرانیسته کړه.
ساینس څه شی دی؟
د ټول ساینسونو اساس طبیعت دی. یا ساینس په طبیعت ولاړ دی؛ د ساینس معنا طبیعي ساینسونه دي. پس، هر کله چې طبیعت خدای و، هغه د څېړنې شی د تحقیق موضوع او مقصد نه و ګرځېدلی. لیکن هر کله چې د اسلام پیغمبر طبعیت د الوهیت څخه بېځایه کړ، تر هغه وروسته د څېړنو مرحله پیل شوه. د ساینس عصر پیل شو. دا د اسلام د پیغمبر اولنۍ سهم اولنۍ مرسته وه. د اسلام پیغمبر خلکو ته بشریت ته د توحید (د خدای تعالی د یووالي) مفکوره ورکړه. مانا دا چې الله تعالی خالق (پیدا کوونکی) دی، او ټول نور شیان تخلیق (پیدا شوي) دي. ټول هغه که لمر دی، که سپوږمی ده، که ستوري دي، که سیندونه دي او که غرونه دي، هر یو شی تخلیق (پیدا شوی) دی. پس، د تخلیق عبادت مه کوئ، د خالق عبادت وکړی. دا د ساینس پیل و، دا د عصري ټیکنالوجۍ پیل و، دا د معاصر صنعت پیل و. پس، دا وه د اسلام د پیغمبر لمړنۍ مرسته او همکاري.